د ملګرو ملتونو سرمنشي افغانانو ته د خپلواکي مبارکي ويلې.
سرمنشي انټونيو ګوټريز پخپل پيغام کې ويلي چې افغانستان د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې ډير مهم رول لوبوي او په ډيرو نړيوالو مسايلو کې يې غوڅ دريځ خپل کړى دى.
وسله والو طالبانو تخار کې ١٤ ولسي پاڅون کوونکي شهيدان کړي.
ځايي سرچينې وايي، د تخار ولایت خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کې د یوه سرحدي پولیس په ګډون ۱۴ سیمهییزو پاڅون کوونکي شهيدان او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
ولسمشر غني: باعزته او تلپاتې سوله راتلونکې ده.
ولسمشر اشرف غني د هیواد د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو ۱۰۱ کالیزې په مناسبت، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پخپل پيغام کې ويلي، چې افغان حکومت د باعزته سولې لپاره ټول شرایط اماده کړي.
ولسمشر: امنيتي ځواکونه د ملي ارزښتونو دفاع ته تيار اوسي.
ولسمشر غني وايي حکومت له خپل لوري د سولې د راتګ لپاره د پام وړ اقدامات ترسره کړي او طالبانو ته هم په کار ده چې له بېځایه پلمو ډډه وکړي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی.
په کابل کې د هیواد د خپلواکۍ د ١٠١مې کالیزې په مناسبت د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ نظامي تمرینونه دوام لري.
افغان ځواکونو تر دې وړاندې په ننګرهار، پکتیا او کندهار ولایتونو کې هم ګډ پوځي تطبیقات ترسره کړي وو.
ولسمشر غنی په ناڅاپي توګه د کابل ښار له پنځمې حوزې ليدنه وکړه.
ارګ وايي، ولسمشر ددې حوزې له امر او نورو مسوولينو سره وليدل او د مجرمينو پر ضد د جدي اقداماتو لارښوونه يې وکړهږ.
د کابل پولیسو ۶۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي نیولي.
دکورنیو چارو وزارت وایي، ټاکل شوې وه له دې مقدار چاودېدونکو توکو څخه د ملکي او نظامي اهدافو لپاره کار واخيستل شي.
سعودي: اسرائیلو سره زموږ اړیکې جوړول د فلسطین سولې پورې تړلي.
دسعودي دبهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان وایي هیواد یې د عربي اماراتو په پله پل نه ږدي. نوموړي ویلي، د سعودي تر اړیکو جوړولو وړاندې اسرایل باید دنړیوال تړون او یو شرط په توګه له فلسطینیانو سره سوله وکړي.
ایران یوځل بیا د بین الافغانی مذاکراتو د کوربه توب وړاندیز وکړ.
دغه وړاندیز د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر سره په ټیلیفوني اړيکو کې کړې دي.
پومپیو: ایران نړۍ کې د ترهګرو ستر تمویلوونکی هیواد دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یوځل بیا د ایران پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي چې د نړۍ هره برخه کې له ترهګرو سره مالي مرستې کوي.
وسله والو طالبانو تخار کې ١٤ ولسي پاڅون کوونکي شهيدان کړي.
ځايي سرچينې وايي، د تخار ولایت خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کې د یوه سرحدي پولیس په ګډون ۱۴ سیمهییزو پاڅون کوونکي شهيدان او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.